Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوهم قرنتیان 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب د نوى لوظ خادِمان

1 ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟

2 تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ.

3 او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.

4 خو مونږ دا خبره په يقين سره کوُو ځکه چې په مسيح کښې په خُدائ پاک زمونږ دغه شان باور دے.

5 مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،

6 چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.

7 کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو،

8 نو بيا ولې د روحُ القُدس د نظام جلال به د دې نه زيات نۀ وى څۀ؟

9 ځکه کۀ په مجرمونکى نظام کښې جلال وو، نو صادقه نظام به ضرور د دې نه زيات جلالى وى.

10 حقيقت کښې چې مخکښې کوم جلال وو هغه اوس د دې لوئ جلال په وجه ختم شو.

11 نو چې فنا کېدونکى څيزونه جلالى وُو نو نوې ابدى څيزونه به ضرور د دې نه زيات جلالى وى.

12 نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،

13 او مونږ د موسىٰ په شان نۀ يو، چې په خپل مخ يې پړده اچولې وه د دې دپاره چې بنى اِسرائيل هغه جلال ونۀ ګورى کوم چې به لږ وخت وروستو تتېدو.

14 خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى.

15 خو تر ننه پورې چې کله هم د موسىٰ کِتاب تلاوت کيږى نو د هغوئ په زړونو پړده پرته وى.

16 خو کله چې څوک د مالِک طرف ته راوګرځى، نو دغه پړده اخوا کيږى.

17 اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده.

18 خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan