دوهم قرنتیان 2 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوېم باب 1 نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم. 2 ځکه کۀ چرې زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغېر د هغوئ نه څوک چې زما په وجه غمژن شوى دى. 3 او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى. 4 ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بېحده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده. قصوروار ته معافى ورکول 5 زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو. 6 د داسې سړى دپاره دغه سزا کافى ده کومه چې هغۀ د ډېرو خلقو نه وموندله. 7 نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى. 8 نو د دې دپاره زۀ تاسو ته خواست کوم چې هغۀ ته خپله مينه بيا ښکاره کړئ. 9 ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه. 10 هر څوک چې تاسو معاف کوئ هغه زۀ هم معاف کوم، ځکه څۀ چې ما معاف کړل دا ما ستاسو دپاره د مسيح په اختيار معاف کړل، 11 او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو. په ترواس ښار کښې د پولوس اندېښنه 12 کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه، 13 خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم. 14 خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو. 15 مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو. 16 مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟ 17 ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society