Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تاريخ 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب

1 کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د خُدائ پاک د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


د لوظ صندوق د مالِک خُدائ کور ته راوړلے کېدل

2 بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه يوسى.

3 نو هغوئ ټول د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول.

4 کله چې ټول مشران راغونډ شول، نو بيا ليويانو د لوظ صندوق اوچت کړو.

5 هغوئ دا د خُدائ پاک کور ته راوړو. اِمامانو او ليويانو هم د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د دې ټول سامان د خُدائ پاک کور ته يوړو.

6 سليمان بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق په مخکښې راغونډ شول او دومره ډېر ګډان او څاروى يې حلال کړل چې هغه د شمېر نه بهر وُو.

7 بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو.

8 د هغوئ خورو ورو وزرو د لوظ صندوق او د وړولو بازوګان پټ کړل.

9 کۀ څوک د زيات مقدس ځائ په مخکښې ولاړ وو نو هغوئ دا بازوګان ليدلے شول ځکه چې دا اوږدۀ وو، خو د بل يو ځائ نه هم نۀ ښکارېدل. هغه بازوګان تر ننه پورې هلته دى.

10 د لوظ صندوق دننه د کاڼو د هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو کومې چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، دا په هغه وخت کښې شوى وُو چې کله بنى اِسرائيليان د مِصر نه راروان وُو او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.


د مالِک خُدائ جلال

11-13 کۀ د اِمامانو د خِدمت وار وو او کۀ نه، خو چې کوم اِمامان هلته موجود وو هغوئ خپل ځانونه پاک کړل او د مقدس ځائ نه لاړل. ټولو ليويانو موسيقارانو، آسف، هيمان او يدوتون او د هغوئ ټولو خپلوانو د لټې جامې اغوستې وې. ليويان د چمټو او بينجو سره د قربان‌ګاه سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ولاړ وُو او د هغوئ سره يو سل او شل اِمامان وُو چې بيګلې يې غږولې. د سندرغاړو او بيګلو غږوونکو آواز او ساز به په يو ځائ اوچتېدو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او شُکر ادا کړى. ورسره يې بيګل، چمټې او نور څيزونه غږول، هغوئ به آواز اوچتولو او د مالِک خُدائ يې داسې صِفت کولو، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ، ځکه چې هغه مهربان دے، او د هغۀ مينه ابدى ده.“ بيا د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو.

14 نو اِمامانو د وريځې په وجه خِدمت نۀ شو تر سره کولے، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال د خُدائ پاک کور ډک کړے وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan