دوېم تاريخ 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب د خُدائ پاک د کور سامان 1 د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربانګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه. 2 هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه. 3 د ډيګۍ ګېرچاپېره په ټوله بهرنۍ څنډه باندې د يو بل دپاسه د ښائسته ښکارېدو دوه قطارونه وُو. د ښائسته ښکارېدو دا قطارونه د غوَيانو د بُتانو په شکل کښې وُو، چې دا ټول د پوره ډيګۍ سره يوه ټُکړه شوى وُو. 4 ډيګۍ د زېړو د دولسو غوَيو په شا باندې پرته وه چې د غوَيو مخونه بهر وُو، چې په څلورو واړو طرفونو باندې درې درې غوَيو مخونه اړولى وُو. 5 د ډيګۍ طرفونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګل په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً شپېتۀ زره ليټره اوبۀ راتلې. 6 هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې. 7-8 د اصُولو په مطابق هغوئ لس د سرو زرو ډيوټ او لس مېزونه جوړ کړل او د خُدائ پاک د کور په لويه کوټه کښې يې کېښودل، چې په هر طرف باندې پينځۀ ډيوټ او پينځۀ مېزونه وُو. هغوئ سل د سرو زرو جامونه هم جوړ کړل. 9 هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې. 10 ډيګۍ د خُدائ پاک د کور د نمرخاتۀ جنوبى طرف ګوټ سره نزدې اېښودے شوې وه. 11-16 حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى. 17 بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان کښې د سُکات او صريده په مينځ کښې په بټۍ کښې جوړ کړى وُو. 18 دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو. 19 سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربانګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز، 20 ډيوټ او د ښو سرو زرو ډيوې چې د منصوبې په مطابق د زيات مقدس ځائ ته مخامخ بلېدې، 21 د ګلونو ښائسته والے، ډيوې او چمټې، 22 د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society