دوېم تاريخ 31 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو دېرشم باب د حزقياه د مذهبى ژوند اصلاح کول 1 د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربانګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول. 2 حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو. 3 هر سحر او هر ماښام به هغۀ د خپلو رَمو او څاروو نه د سوزېدونکې نذرانو دپاره ځناور ورکول او دا ځناور به د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر کښې او چې په نورو اخترونو کښې پېش کېدل، کوم چې د مالِک خُدائ په قانون کښې ليکلے شوى وُو. 4 د دې نه علاوه، بادشاه د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې هغه نذرانې راوړى چې دا اِمامانو او ليويانو حق جوړېدو، نو چې داسې هغوئ هر وخت د مالِک خُدائ قانون ته وقف وى. 5 چې اِسرائيليانو څنګه دا حُکم واورېدو نو هغوئ د خپلو وړومبو غلو، ميو، د زيتُونو تېلو، شاتو او د نور پېداوار تُحفې راوړې او چې هغوئ څۀ هم لرل د هغې لسمه برخه يې هم راوړه. 6 کوم خلق چې د يهوداه په ښارونو کښې اوسېدل نو هغوئ ټولو د خپلو څاروو او ګډو، لسمه حِصه راوړه او هغوئ ډېرې زياتې تُحفې هم راوړې، چې هغه يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته وقف کړې. 7 په درېمه مياشت کښې د تُحفو راتلل شروع شول او تر ورپسې څلورو مياشتو پورې د دې نه ډېرى جوړېدل شروع وُو. 8 کله چې حزقياه بادشاه او د هغۀ آفسران راغلل او دا لوئ ډېرى يې وليدل، نو هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو او د خپلو اِسرائيليانو صِفت يې هم وکړو. 9 بادشاه د اِمامانو او ليويانو سره د دې تُحفو په حقله خبره وکړه، 10 او د صدوق د اولاد يو کس، مشر اِمام عزرياه هغۀ ته ووئيل، ”خلقو خپلې تُحفې د مالِک خُدائ کور ته راوړل شروع کړى دى، نو په دې وجه دا د خوراک دپاره کافى دى او د دې نه علاوه دا ډېر زيات هم دى. دا هر څۀ مونږ سره ځکه زيات پاتې شوى دى چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له برکت ورکړے دے.“ 11 د بادشاه په حُکم هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې ګودامونه جوړ کړل 12 او ټولې تُحفې او لسمې حِصې يې د امانت په توګه کېښودې. هغوئ يو ليوى مشر مقرر کړو چې نوم يې کنعنياه وو او د هغۀ ورور سِمعى يې د هغۀ مددګار جوړ کړو. 13 دې لسو ليويانو ته د هغوئ د اختيار لاندې کار کول حواله شوے وو: يحىايل، عززياه، نحت، عساهيل، يريموت، يوزبد، اِلىايل، اِسماکياه، محت، او بناياه. دا هر څۀ د حزقياه بادشاه او د مشر اِمام عزرياه د اختيار لاندې شوى وُو. 14 يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې. 15 په هغه نورو ښارونو کښې چې چرته اِمامان اوسېدل، په دې کار کښې په وفادارۍ سره دې ليويانو د هغۀ مدد کولو: عدن، مينامين، يشوَع، سمعياه، امرياه او سکانياه. هغوئ په خپلو ليويانو باندې خوراک په وړو او غټو يو شان تقسيمولو هم هغه شان چې څنګه د هغوئ ذمه وارى وه، 16 خو دا تقسيم د ډلو په مطابق نۀ وو. هغوئ هغه ټولو سړو له يوه برخه ورکوله چې د هغوئ عُمر درې کاله يا د دې نه زيات وو د کومو چې د خپلو عُهدو په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې د هرې ورځې ذمه وارۍ لرلې. 17 اِمامانو ته د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې او هغه ليويانو ته د کار د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. 18 د خپلو ښځو، بچو او خپلو نورو کشرانو سره د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ دې د خپلو مقدسو ذمه وارو ادا کولو دپاره هر وخت تيار اوسيږى. 19 کوم اِمامان چې په هغه ښارونو کښې اوسېدل چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو، يا چې د څرن په هغه زمکو کښې اوسېدل چې د دې ښارونو وې، نو هلته يو څو ذمه وار سړى داسې وُو چې هغوئ به د اِمامانو په کورَنو کښې په ټولو ناريناؤ باندې خوراک تقسيمولو او په هغه هر چا باندې يې هم خوراک تقسيمولو چې د چا نومونه د ليويانو په ډلو کښې ليکلے شوى وُو. 20 په ټوله يهوداه کښې، حزقياه بادشاه هغه څۀ کول چې څۀ صحيح وُو او چې په څۀ باندې مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک رضا کېدو. 21 هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society