دوېم تاريخ 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب 1 نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو. 2 او د هغې جوړېدل د هغۀ د بادشاهۍ د څلورم کال د دوېمې مياشتې په دوېمه ورځ شروع شُو. 3 سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو. 4 د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. 5 په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې. 6 بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو. 7 هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې، 8 د دنننۍ کوټې نوم زيات مقدس ځائ وو، چې تقريباً لس ګزه اوږده او لس ګزه پلنه وه، چې د کور د پوره پلنوالى هومره وه. د زيات مقدس ځائ د دېوالونو پټولو دپاره د شلو ټنو نه زيات سرۀ زر استعمال شوى وُو، 9 تقريباً نيم سېر سرۀ زر د مېخونو د جوړولو دپاره استعمال شوى وُو او د برنو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو باندې پټ وُو. 10 بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ. 11-13 هلته دا څنګ په څنګ دروازې ته مخامخ ودرولے شوى وُو. د هر يو دوه وزر وُو، چې هر يو تقريباً دوه نيم ګزه پلن وو، وزر يې داسې خوارۀ وُو چې د کوټې په مينځ کښې د يو بل سره مِلاوېدل او په بل طرف باندې د کوټې دېوال ته رسېدلى وُو، چې پوره پلنوالے يې تقريباً لس ګزه وو. 14 د زيات مقدس ځائ يوه پرده د مهينې لټې نه جوړه وه، چې د آسمانى، کاسنى او سور رنګ د وزرو والا مخلوق د شکلونو کار ورباندې شوے وو. د زېړو دوه ستنې 15 بادشاه دوه ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً اوولس ګزه لوړه وه او د خُدائ پاک د کور په مخکښې يې ولګولې. د هرې ستنې دپاسه تقريباً درې ګزه لوړ تاجونه وُو. 16 د ستنو سرونه د زنځيرونو د کَړو په شکلونو او په سلو انارو باندې ښائسته کړے شوى وُو. 17 ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتلو په طرفونو باندې لګولے شوې وې، د جنوب په طرف باندې چې کومه ستنه لګولے شوې وه د هغې نوم يکين وو او چې په شمالى طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society