دوېم تاريخ 27 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوويشتم باب د يهوداه بادشاه يوتام 1 يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه. 2 هغۀ د خپل پلار عُزياه په شان هم هغه کار کولو چې په کوم باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، خو د خپل پلار په شان هغۀ داسې ګناه ونۀ کړه لکه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ کور ته ننوتلے وو. خو خلقو ګناه بيا بيا کوله. 3 هغه يوتام وو چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور پاسنۍ دروازه جوړه کړه او د يروشلم په هغه علاقه کښې يې د ښار د دېوال ډېر مرمت هم وکړو چې د هغه علاقې نوم عوفل وو. 4 د يهوداه په غرونو کښې هغۀ ښارونه جوړ کړل او په ځنګلو کښې يې قلعې او برجونه جوړ کړل. 5 هغۀ د عمون بادشاه او د هغۀ د لښکر خِلاف جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو. بيا هغۀ عمونيان دې ته مجبور کړل چې درې کاله به هر کال دا محصُول ورکوى، درې زره او څلور سوه کلو سپين زر، يو زر ټنه غنم او يو زر ټنه اوربشې. 6 د يوتام بادشاهى مضبوطېدله ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى کوله. 7 د يوتام د بادشاهۍ نورې واقعې، د هغۀ جنګونه او د هغۀ نور کارونه، دا هر څۀ د اِسرائيل او د يهوداه په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 8 يوتام د پينځويشتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. 9 يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society