Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تاريخ 23 - Pakistani Yousafzai Pashto


درويشتم باب د عتلياه خِلاف بغاوت

1 د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط.

2 هغوئ د يهوداه ټولو ښارونو ته سفر وکړو او ځان سره يې واپس يروشلم ته ليويان او د ډلو ټول مشران راوستل.

3 هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى.

4 نو مونږ به هم دغه شان کوُو. کله چې اِمامان او ليويان د سبت په ورځ د خپل کار دپاره راځى، نو د هغوئ درېمه برخه به د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارى کوى،

5 هغه بله درېمه برخه به د شاهى محل څوکيدارى کوى او باقى پاتې برخه به د ”بنياد“ په دروازه باندې مقررولے شى. ټول خلق به د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې راغونډ شى.

6 ياد ساتئ چې صرف اِمامان او ليويان به د مالِک خُدائ کور ته ننوځى د چا چې د خِدمت نمبر وى. هغوئ ځکه ننوتلے شى چې هغوئ پاک کړے شوى دى، خو باقى نور خلق به خامخا د مالِک خُدائ اصُول منى او بهر دې پاتې شى.

7 ليويان به د بادشاه نه ګېرچاپېره د حِفاظت دپاره ولاړ وى، چې خپلې تُورې يې راويستلې وى او چې بادشاه چرته هم ځى نو هلته به ورسره ځى. نور هر څوک چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو کوشش وکړى نو هغه دې ووژلے شى.“

8 ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل.

9 يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو.

10 هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره سړى مقرر کړل چې تُورې يې د دې دپاره راويستلې وې چې د بادشاه حِفاظت وکړى.

11 بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زنده‌باد!“

12 عتلياه د بادشاه دپاره د خوشحالۍ چغې واورېدلې، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو.

13 هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“

14 يهويدع دا نۀ غوښتل چې عتلياه دې د مالِک خُدائ په کور کښې ووژلے شى، نو هغۀ خپل فوجى آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”هغه د څوکيدارانو د قطارونو په مينځ کښې وباسئ او هر څوک چې د هغې د بچ کولو کوشش کوى نو هغه ووژنئ.“

15 هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.


يهويدع د خلقو اصلاح کوى

16 يهويدع اِمام يوآس بادشاه او خلق د ځان سره کړل چې د هغۀ سره يو لوظ وکړى چې هغوئ به د مالِک خُدائ وفادار اوسى.

17 بيا هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته لاړل او هغه يې راوغورزوله. هغوئ هلته قربان‌ګاه او بُتان ټوټې کړل او متان د بعل اِمام يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو.

18 يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.

19 يهويدع د مالِک خُدائ د کور په دروازو باندې د دې دپاره هم څوکيداران مقرر کړل چې څوک ناپاک وى نو هغه بهر ايسار کړے شى.

20 فوجى آفسران، مشران خلق، آفسران او نور پاتې ټول خلق د يهويدع سره په هغه عمل کښې ملګرى وُو چې کله بادشاه د مالِک خُدائ کور نه محل ته راوستلے شو. هغوئ په پاسنۍ دروازه راننوتل او بادشاه په خپل تخت کښېناستو.

21 ټول خلق خوشحاله وُو او اوس د عتلياه د وژلو په وجه په ښار کښې خاموشى وه.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan