Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تاريخ 22 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوويشتم باب د يهوداه بادشاه اخزياه

1 څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.

2 اخزياه د دوويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او يو کال يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عتلياه وه چې د عُمرى بادشاه نمسۍ وه.

3 اخزياه د اخى‌اب د خاندان په نقش قدم باندې روان وو، ځکه چې د هغۀ مور عتلياه هغۀ ته بدې لارې ښودلې.

4 هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ځکه چې د هغۀ د پلار د مرګ نه پس د اخى‌اب د خاندان نور کسان د هغۀ مشيران شول او هغه يې د تباهۍ طرف ته بوتلو.

5 د هغوئ په مشورو يې عمل کولو کله چې د شام بادشاه حِزائيل خِلاف يې په يو جنګ کښې د اِسرائيل د بادشاه يورام ملګرتيا وکړه. لښکرې په رامات‌جِلعاد کښې په جنګ شوې او يورام په جنګ کښې زخمى شو.

6 هغه د يزرعيل ښار ته ځکه راواپس شو چې د هغۀ زخمونه روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.

7 خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.

8 کله چې ياهُو د اخى‌اب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل.

9 اخزياه ولټولے شو او هغه په سامريه کښې پټ وو او هلته پېدا شو. هغوئ هغه ياهُو ته بوتلو او وې وژلو. خو هغوئ د هغۀ لاش د هغۀ نيکۀ يهوسفط بادشاه د عزت په وجه ښخ کړو، ځکه يهوسفط د مالِک خُدائ د خِدمت دپاره هر څۀ کړى وُو. نو د اخزياه د خاندان داسې يو کس هم پاتې نۀ شو چې هغۀ بادشاهى کړے وے.


د يهوداه مَلِکه عتلياه

10 څنګه چې د اخزياه بادشاه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې دا حُکم ورکړو چې د يهوداه د شاهى خاندان مکمل کسان دې ووژلے شى.

11 د اخزياه يوه ناسکه خور يهوسبع وه، د هغې وادۀ د يهويدع اِمام سره شوے وو. هغې په پټه باندې د اخزياه يو زوئ يوآس بچ کړو، هغه يې د هغه نورو شهزادګانو نه يوړو کوم چې قتل کېدونکے وو او هغه او د هغۀ خِدمتګاره يې پټ کړل او د اودۀ کېدو په يوه کوټه کښې د هغوئ خيال ساتلو. نو داسې يهوسبع د هغۀ د پټ ساتلو په وجه باندې هغه د عتلياه د لاسه د مرګ نه بچ کړو.

12 تر شپږو کالو پورې هغه هلته پټ وو کله چې عتلياه د مَلِکه په توګه بادشاهى کوله.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan