Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تاريخ 17 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوولسم باب د يهوسفط بادشاه جوړېدل

1 يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو.

2 هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې، د يهوداه په مُلک کښې او د اِفرائيم د علاقې په هغه ښارونو کښې کوم چې آسا قبضه کړى وُو، فوجيان مقرر کړل.

3 مالِک خُدائ د يهوسفط مل وو ځکه چې هغه د خپل پلار په هغه نقش قدم باندې روان وو لکه څنګه چې داؤد د بادشاهۍ په شروع کښې ښۀ وو او يهوسفط د بعل عبادت ونۀ کړو.

4 هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول.

5 مالِک خُدائ د يهوداه په بادشاهۍ باندې د يهوسفط قابو مضبوطه کړه او ټولو خلقو به هغۀ له تُحفې راوړلې، نو داسې هغه مالداره او ډېر عزتمند شو.

6 هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې.

7 هغۀ د خپلې بادشاهۍ په درېم کال دا آفسران ولېږل چې د يهوداه په ښارونو کښې تعليم ورکړى، بِن‌خېل، عبدياه، زکرياه، نتنى‌ايل او ميکاياه.

8 د هغوئ سره نهۀ ليويان او دوه اِمامان ملګرى وُو. ليويان دا وُو، سمعياه، نتنياه، زبدياه، عساهيل، سميراموت، يونتن، ادونياه، طوبياه او طوب ادونياه، او اليسمع او يهورام اِمامان وُو.

9 هغوئ د مالِک خُدائ د تورات کِتاب واخستلو او د يهوداه ټولو ښارونو ته لاړل او خلقو له يې تعليم ورکولو.


د يهوسفط عظمت

10 په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے.

11 څۀ فلستيانو يهوسفط له په يو لوئ مِقدار کښې سپين زر او نورې تُحفې راوړې او څۀ عربو ورله اووۀ زره او اووۀ سوه ګډان او اووۀ زره او اووۀ سوه چېلۍ راوستلې.

12 نو يهوسفط نوره هم ترقى کوله او تکړه کېدو. هغۀ په يهوداه کښې ځائ په ځائ قلعې او د ښارونو ګودامونه جوړ کړل،

13 چرته چې په لوئ مِقدار کښې د هغوئ سامانونه جمع شوى وُو. هغۀ په يروشلم کښې تکړه آفسران مقرر کړل،

14 د هغۀ لښکر د قبيلو په مطابق جوړ شوے وو. عدنه د يهوداه د ډلو د فوجيانو مشر وو او درې لاکه فوجيان د هغۀ د واک اختيار لاندې وُو.

15 يهوحنان په هغۀ پسې دوېم کس وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه او اتيا زره فوجيان وُو،

16 درېم د زِکرى زوئ عمسياه وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه فوجيان وُو. او عمسياه به په رضاکارانه توګه د مالِک خُدائ خِدمت کولو.

17 د بنيامين د ډلو د فوجيانو مشر اليدع وو، چې هغه يو ډېر تکړه فوجى وو، هغه د دوو لاکو فوجيانو مشر وو چې ډالونه او ليندې ورسره وې.

18 په هغۀ پسې دوېم مشر يهوزبد وو چې د هغۀ سره يو سل او اتيا زره سړى وُو، چې ښۀ جنګى سامان ورسره وو.

19 دې سړو په يروشلم کښې د بادشاه خِدمت کولو او د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې نور فوجيان هم مقرر کړل.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan