Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

دوېم تاريخ 16 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپاړسم باب د اِسرائيل مشکلات

1 د آسا د بادشاهۍ په شپږ دېرشم کال، د اِسرائيل بادشاه بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې د پَخو دېوالونو تاوول شروع کړل دا دې دپاره چې د يهوداه بادشاه آسا د علاقې نه د ټولو خلقو تګ راتګ بند کړى.

2 نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِن‌حدد له دمشق ته ولېږل،

3 ”راځئ چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې ملګرى شُو. ګوره، زۀ تا له سرۀ زر او سپين زر درلېږم. اوس د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه نو داسې به هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان وباسى.“

4 بِن‌حدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.

5 کله چې بعشا بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د راما نه پاخۀ دېوالونه جوړول بند کړل او کار يې پرېښودو.

6 بيا آسا بادشاه د ټول يهوداه نه سړى راغونډ کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې هغه کاڼى او لرګى راوړئ چې کوم بعشا په راما کښې استعمالول او هغوئ دا د جبعه او د مصفاه ښارونو نه د پَخو دېوالونو تاوولو دپاره استعمال کړل.


حنانى پېغمبر

7 په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے.

8 د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه.

9 مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“

10 په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.


د آسا د بادشاهۍ ختمېدل

11 د اول نه واخله تر آخره پورې د آسا د بادشاهۍ ټولې واقعې د اِسرائيل او يهوداه بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

12 د خپلې بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال آسا د پښو د يو سخت مرض په وجه شل شو، خو بيا هم هغه مالِک خُدائ ته د مدد دپاره ور ونۀ ګرځېدو او صرف طبيبانو له لاړو.

13 دوه کاله وروستو هغه مړ شو

14 او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan