دوېم تاريخ 11 - Pakistani Yousafzai Pashtoيوولسم باب د سمعياه پېشګوئې 1 کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى. 2 خو د مالِک خُدائ کلام په سمعياه پېغمبر نازل شو چې، 3 رحُبعام بادشاه او د يهوداه او بنيامين قبيلو ټولو خلقو له دا پېغام ورکړى، 4 ”په خپلو بنى اِسرائيلو باندې حمله مۀ کوئ. ټول کورونو ته لاړ شئ. چې څۀ شوى دى هغه زما مرضى وه.“ نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او د يربعام خِلاف جنګ له لا نۀ ړل. د رحُبعام د ښارونو نه دېوالونه تاوول 5 رحُبعام په يروشلم کښې پاتې شو او د يهوداه او بنيامين دې ښارونو نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل: 6 بيتلحم، ايتام، تقوع، 7 بيتصور، شوکو، عدولام، 8 جات، مريسه، زيف، 9 ادورائيم، لکيس، عزيقه، 10 صُرعا، ايالون او حبرون. 11 هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو، 12 او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل. د اِمامانو او ليويانو يهوداه له راتلل 13 د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل. 14 ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. 15 يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو. 16 د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى. 17 نو په دې باندې د يهوداه بادشاهى مضبوطه شوه او درې کاله يې د سليمان د زوئ رحُبعام ملګرتيا کوله او هغوئ هم هغه شان ژوند تېرولو لکه څنګه چې د داؤد بادشاه او سليمان بادشاه د حکومت لاندې وُو. د رحُبعام خاندان 18 رحُبعام محلت وادۀ کړه، چې د هغې پلار د داؤد زوئ يريموت وو او د هغۀ مور ابىخېل وه، چې د اِلياب لور او د يَسى نمسۍ وه. 19 د هغوئ درې زامن وُو، يعوس، سمرياه او زهم. 20 وروستو هغۀ معکه وادۀ کړه چې د ابىسلوم لور وه او د هغوئ څلور زامن وُو، ابياه، عتى، زيزا او سلوميت. 21 د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله، 22 او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى. 23 رحُبعام د هوښيارتيا نه دومره کار واخستو چې خپل زامن يې د يهوداه او بنيامين د پَخو دېوالونو په ټولو ښارونو کښې مقرر کړل. هغوئ له يې ښۀ ډېر خوراک ورکړو او هغوئ هر يو ته يې ښى ډېرې ښځې وادۀ کړې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society