دوېم تاريخ 10 - Pakistani Yousafzai Pashtoلسم باب د شمالى قبيلو بغاوت کول 1 رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې د شمالى بنى اِسرائيل ټول خلق د دې دپاره راغونډ وُو چې هغه بادشاه جوړ کړى. 2 کله چې د نباط زوئ يربعام څوک چې د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، دا خبر واورېدو نو هغه کور ته واپس راغلو. 3 د شمالى قبيلو خلقو هغه راوغوښتلو او هغوئ ټول په يو ځائ رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، 4 ”ستا پلار په مونږ باندې درانۀ بوجونه اېښى دى. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې او زمونږ دپاره ژوند آسان کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق شُو.“ 5 رحُبعام ورته ووئيل، ”ما له په دې مسئله باندې د سوچ کولو دپاره درې ورځې راکړئ. او بيا راشئ.“ نو خلق لاړل. 6 رحُبعام بادشاه د هغه بوډاګانو سړو سره مشوره وکړه کومو چې د هغۀ د پلار سليمان د مشيرانو په توګه خِدمت کړے وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له څۀ مشوره راکوئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“ 7 هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ ته په دې خلقو باندې مِهربانه يې او د عقلمندۍ جواب ورکولو په ذريعه د هغوئ خوشحالولو کوشش وکړې، نو هغوئ به په وفادارۍ سره همېشه ستا خِدمت کوى.“ 8 خو هغۀ د بوډاګانو سړو مشورې ته غوږ ونۀ نيولو او د هغې په ځائ دے زلمو له لاړو کوم چې ورسره لوئ شوى وُو او اوس هم ورسره وُو. 9 هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له د څۀ کولو مشوره راکوئ؟ زۀ هغه خلقو ته څۀ ووايم چې هغوئ ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم؟“ 10 هغوئ جواب ورکړو، ”تا له په کار دى چې هغوئ ته داسې ووائې چې زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه مضبوطه ده. 11 هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“ 12 درې ورځې وروستو يربعام او نور ټول خلق رحُبعام بادشاه له راواپس شول، لکه څنګه چې هغۀ هغوئ له حُکم ورکړے وو. 13 بادشاه د بوډاګانو سړو نصيحت ته غوږ ونۀ نيولو او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې، 14 هم هغه شان چې څنګه هغه زلمو مشوره ورکړې وه. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه کېښودل او زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“ 15 دا د مالِک خُدائ، خُدائ پاک مرضى وه چې هغه څۀ وکړى چې څۀ يې د نباط زوئ يربعام ته د سيلا د اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. نو دا ځکه بادشاه خلقو ته هيڅ غوږ ونۀ نيولو. 16 کله چې خلقو ته پته ولګېده چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ چغه ووهله، ”داؤد او د هغۀ خاندان مرده باد. هغوئ زمونږ دپاره څۀ کړى دى؟ اے بنى اِسرائيلو، راځئ چې کورونو ته لاړ شُو. رحُبعام پرېږدئ چې د خپل ځان خيال وساتى.“ نو داسې بنى اِسرائيلو بغاوت وکړو، 17 او رحُبعام يې صِرف د هغه خلقو بادشاه پرېښودو کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل. 18 رحُبعام بادشاه ادونرام راوغوښتو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور ترې نه کار اخستے شو، چې هغه بنى اِسرائيلو له لاړ شى، خو هغوئ دے په سنګسارولو مړ کړو. نو په دې باندې رحُبعام سمدستى په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو. 19 نو هم د هغه وخت نه واخله د بنى اِسرائيل مُلک د شمالى بادشاهۍ خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society