اول تيموتيوس 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب د دروغژنو اُستاذانو خلاف خبردارے 1 نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بېلارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى. 2 دا به د هغه دروغژنو خلقو د رياکارۍ په سبب وى، د چا ضمير چې مړ شوے وى. 3 هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى. 4 ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ، 5 ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى. د حضرت عيسىٰ ښۀ خادِم 6 کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى. 7 د بېدينۍ د بحث او د زړو ښځو د قيصو نه ځان ساته او د دې په ځائ خپل ځان ته د ديندارۍ تربيت ورکوه. 8 ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى. 9 دا خبره رښتيا ده او په پوره شان د قبلولو وړ ده. 10 مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے. 11 د دې خبرو تاکيد کوه او تعليم يې ورکوه. 12 هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه. 13 ترڅو چې زۀ نۀ يم راغلے، نو د خلقو په مينځ کښې د کلام په تلاوت او نصيحت کولو او تعليم ورکولو کښې بوخت اوسه. 14 د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو. 15 په دې خبرو عمل کوه او خپل ځان په دې کښې مشغول کړه چې ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. 16 د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society