Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تيموتيوس 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب د رهبرانو قابليت

1 دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى.

2 نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،

3 چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.

4 په کار ده چې هغه خپل خاندان په ښۀ طريقه وساتى او د خپلو بچو ښۀ تربيت وکړى چې د هغۀ احترام او فرمانبردارى کوى.

5 ځکه کۀ چرې يو سړے د خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو هغه به د خُدائ پاک د جماعت ساتنه څنګه وکړى؟

6 په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.

7 او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.


د جماعت د خادِمانو قابليت

8 خادِمان دې هم دغه شان ادب ناک وى، دوه ژبې يا شرابى يا د ناجائزه مال دولت لالچيان دې نۀ وى.

9 او په کار دى چې هغوئ د ايمان راز په صفا زړۀ قائم وساتى.

10 او هغوئ دې اول وآزمائيلے شى، کۀ چرې هغوئ بې‌اِلزامه ثابت شى نو د خِدمت کار ته يې پرېږدئ.

11 ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى.

12 خادِم دې تش د يوې ښځې خاوند وى، او هغوئ دې د خپلو بچو او د خپل خاندان په ښۀ طريقې سره بندوبست کوى.

13 ځکه چې کوم خادِمان چې د خِدمت کار په ښۀ شان کوى، هغوئ به عزتمند وګڼلے شى او په هغه ايمان کښې چې په عيسىٰ مسيح باندې دے ډېره زړۀ ورتيا ومومى.


زمونږ د ايمان راز

14 زۀ اُميد کوم چې تاسو له زر درشم، خو زۀ بيا هم تاسو ته دا هدايات ليکم چې،

15 کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.

16 په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan