Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تيموتيوس 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب د دُعا په حقله تعليم

1 نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ،

2 د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو.

3 داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى.

4 هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى.

5 ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے

6 چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه.

7 زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.

8 نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.

9 او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى،

10 بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى.

11 ښځې دې په خاموشۍ او په پوره تابعدارۍ سره زده کړه کوى.

12 او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى.

13 ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بى‌بى حوا.

14 او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه.

15 خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan