Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تِسالونيکيان 4 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلورم باب د خُدائ پاک د خوښې ژوند

1 لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.

2 ځکه چې تاسو ته د هغه تعليماتو پته ده کوم چې مونږ تاسو له د مالِک عيسىٰ په اختيار درکړى دى.

3 ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ، يعنې د زناکارۍ نه ځان وساتئ.

4 او تاسو هر يو دا خبره زده کړئ چې څنګه خپل ځان په پاکوالى او عزت سره قابو وساتئ،

5 نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بې‌دينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.

6 او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.

7 خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.

8 نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.

9 خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.

10 او حقيقت کښې تاسو په ټوله مِکدونيه کښې د ټولو ايماندارانو سره مينه کوئ. خو عزيزانو، مونږ تاسو ته دا خواست کوُو چې خپله مينه نوره هم سېوا کړئ.

11 په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.

12 نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.


د مالِک راتلل

13 خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.

14 ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.

15 نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.

16 ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى.

17 او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.

18 نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan