Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول سموئيل 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب فلستيانو سره د لوظ صندوق

1 کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبن‌عزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،

2 د خپل معبود دجون کور ته يې يوړو او د هغۀ د بُت په خوا کښې يې کېښودو.

3 سحر وختى د اشدود خلقو وليدل چې د دجون بُت د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے دے. نو هغوئ را اوچت کړو او واپس يې په خپل ځائ کښې کېښودو.

4 په ورپسې سحر وختى هغوئ وليدل چې بُت بيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے وو. دې ځل يې سر او دواړه لاسونه مات شوى وُو او د دروازې د درشل سره پراتۀ وُو، صِرف ډانچه يې پاتې وه.

5 نو ځکه تر نن پورې د دجون اِمامان او د هغۀ ټول عبادت کوونکى په اشدود کښې د دجون په درشل باندې قدم نۀ ږدى.

6 مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړسوب مرض راوستلو.

7 کله چې هغوئ وکتل چې دا څۀ کيږى نو وې وئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک مونږ او زمونږ معبود دجون له سزا راکوى. مونږ د لوظ صندوق نور دلته نۀ شُو پرېښودلے.“

8 نو هغوئ پېغام وړُونکى ولېږل او فلستى پينځۀ واړه بادشاهان يې راغونډ کړل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق سره مو څۀ چل وکړُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”دا جات ته يوسئ.“ نو هغوئ دا د فلستى بل ښار جات ته يوړو.

9 کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.

10 نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“

11 نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.

12 چې څوک لا مړۀ شوى نۀ وُو نو په هغوئ باندې د پړسوب مرض راغلو، او خلقو خپلو معبودانو ته د مدد دپاره چغې کړې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan