اول سموئيل 31 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو دېرشم باب د ساؤل او د هغۀ د زامنو مرګ 1 فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول. 2 خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکىشوَع. 3 د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو. 4 هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو. 5 هغه زلمى ته پته ولګېده چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او د ساؤل په څنګ کښې مړ شو. 6 نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول. 7 کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول. 8 په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو. 9 هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُتخانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى. 10 بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُتخانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيتشان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو. 11 کله چې په جِلعاد کښې د يبيس خلق خبر شول چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى، 12 نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيتشان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول. 13 بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society