اول سموئيل 29 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم دېرشم باب د فلستيانو حضرت داؤد نامنظوره کول 1 فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې. 2 پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو. 3 فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“ 4 خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى. 5 آخر دا هم هغه داؤد دے، چې د هغۀ په حقله ښځې په ګډېدو کښې سندره وئيلې چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ 6 اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى. 7 نو په خېر سره واپس کور ته لاړ شه او داسې يو کار هم مۀ کوه چې هغوئ پرې خفه شى.“ 8 داؤد جواب ورکړو، ”صاحِبه، ما څۀ بد کړى دى؟ کۀ داسې وى لکه چې تا ووئيل چې د کومې ورځې نه ما ستا خِدمت شروع کړے دے او تا په ما کښې هيڅ غلطى نۀ وى موندلې، نو ما له تا سره تلل ولې نۀ دى په کار، چې تۀ زما نېک او بادشاه يې، د دې دپاره چې زۀ ستا د دشمنانو سره جنګ وکړم؟“ 9 اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے. 10 نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“ 11 نو داؤد او د هغۀ سړى په ورپسې ورځ سحر وختى روان شول چې فلستى مُلک ته واپس لاړ شى او فلستيان يزرعيل ته لاړل. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society