Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول سموئيل 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يويشتم باب د حضرت داؤد ساؤل نه تښتېدل

1 داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“

2 داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى.

3 تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“

4 اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“

5 داؤد جواب ورکړو، ”بې‌شکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“

6 نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه.

7 نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو.

8 داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“

9 اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“

10 نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو.

11 د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“

12 د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو.

13 نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې.

14 نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟

15 مونږ سره د ليونو کمے نشته نو بيا زۀ ولې دے په خپل کور کښې پرېږدم؟“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan