Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول سموئيل 19 - Pakistani Yousafzai Pashto


نولسم باب د ساؤل د داؤد د قتلولو کوشش کول

1 بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو،

2 نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.

3 چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“

4 يونتن ساؤل ته د داؤد صِفت وکړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت دې د خپل خِدمت کوونکى داؤد خِلاف غلط کار نۀ کوى. هغۀ تا ته هيڅ نقصان نۀ دے رسولے. هغۀ چې ستا څۀ مدد هم کولے شو نو هغۀ هغه تل کړے دے.

5 کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“

6 نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.

7 نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو.

8 د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. داؤد په هغوئ باندې د دومره لوئ طاقت سره حمله وکړه چې هغوئ وتښتېدل.

9 يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.

10 ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو.

11 بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“

12 هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو.

13 بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو.

14 کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے.

15 خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“

16 هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې.

17 ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“

18 نو داؤد وتښتېدو او په راما کښې سموئيل له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته وفرمائيل چې ساؤل ورسره کړى وُو. بيا هغه د سموئيل سره نَيوت ته لاړو او دواړه هلته ايسار شول.

19 ساؤل خبر شو چې داؤد په راما کښې په نَيوت کښې دے،

20 نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل.

21 کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول.

22 بيا هغه په خپله راما ته روان شو. کله چې هغه په سيکو کښې لوئ کوهى ته راغلو او هغۀ تپوس وکړو چې سموئيل او داؤد چرته دى نو ورته ووئيلے شول چې هغوئ په نَيوت کښې دى.

23 چې کله هغه هلته روان وو، نو د خُدائ پاک روح هغه هم ونيولو او هغۀ تر نَيوت پورې په ټوله لار کښې پېشګوئې ورکوله.

24 هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan