Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول سموئيل 18 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتلسم باب د حضرت داؤد او يونتن دوستى

1 کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.

2 ساؤل هم د هغه ورځې نه داؤد ځان سره وساتلو او هغه يې د پلار کور ته نۀ پرېښودو.

3 يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.

4 هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.

5 ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول.


د ساؤل حضرت داؤد سره کينه پېدا کېدل

6 کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول.

7 په سندرو کښې ښځو وئيل، ”ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“

8 ساؤل په دې خفه شو او سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”هغوئ د داؤد دپاره د لسو زرګونو دعوىٰ کړې ده، خو زما دپاره صِرف د زرګونو دعوىٰ، هغوئ به بيا داؤد بادشاه کړى.“

9 نو د هغه ورځې نه هغۀ داؤد ته د شک په نظر کتل شروع کړل.

10 په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.

11 ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“

12 ساؤل د داؤد نه يرېدو ځکه چې هغه مالِک خُدائ پرېښے وو او د داؤد مل وو.

13 نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله

14 او هغه په هر کار کښې کاميابېدو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.

15 ساؤل د داؤد کاميابى وليده او نور هم ترې ويرېدو.

16 خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو.


د حضرت داؤد د ساؤل لور وادۀ کول

17 بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.

18 داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم او زما د خاندان څۀ حيثيت دے چې زۀ د بادشاه زوم جوړ شم؟“

19 خو چې کله هغه وخت راغلو چې ميرب داؤد له ورکړى، نو هغه يې يو بل محولاتى سړى له ورکړه چې نوم يې عدرى‌اېل وو.

20 خو د ساؤل لور ميکل په داؤد مئينه شوه او کله چې ساؤل ترې نه خبر شو نو هغه خوشحاله شو.

21 هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“

22 هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“

23 نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“

24 چې داؤد څۀ فرمائيلى وُو آفسرانو هغه ساؤل ته ووئيل،

25 او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)

26 د ساؤل آفسرانو داؤد ته هغه څۀ ووئيل چې څۀ ساؤل فرمائيلى وُو او داؤد په دې خوشحاله وو چې د بادشاه زوم به جوړ شى. د وادۀ د ورځې مقررېدو نه مخکښې،

27 داؤد او د هغۀ سړى لاړل او دوه سوه فلستيان يې ووژل. هغۀ د هغوئ د سنتېدو څرمن راوړه او ټول په شمېر کښې پوره وُو، د دې دپاره چې زوم يې جوړ شى. نو ساؤل خپله لور داؤد له ورکړه چې وادۀ يې کړى.

28 ساؤل ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ د داؤد مل دے او دا چې د هغۀ لور ميکل هم ورسره مينه کوى.

29 نو هغه د داؤد نه نور هم ويرېدو او چې ترڅو پورې ژوندے وو نو هغه يې دشمن وو.

30 د فلستيانو لښکرې به راتلې او جنګ به يې کولو او داؤد به د ساؤل د نورو آفسرانو نه په جنګ کښې زيات کامياب وو. نو په دې وجه داؤد ښۀ مشهور شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan