اول پطروس 5 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځم باب د خُدائ پاک د رمې شپونتوب 1 په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم، 2 چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ. 3 او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ. 4 او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى. 5 اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ 6 نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى. 7 او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى. 8 تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى. 9 تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى. 10 د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى. 11 د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين. آخرى سلامونه 12 ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ. 13 هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى. 14 يو بل ته په پاکې مينې سره سلام کوئ. په تاسو ټولو دې سلامتى وى څوک چې په مسيح کښې يئ. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society