Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول بادشاهان 6 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږم باب د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړول

1 د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.

2 دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه.

3 د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.

4 د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې.

5 هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.

6 د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دوېمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو او په دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.

7 د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.

8 د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې.

9 نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو.

10 هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه.

11 د مالِک خُدائ کلام په سليمان نازل شو چې،

12 ”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده.

13 زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“

14 نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.


د مالِک خُدائ د کور دننه ښائسته کېدل

15 دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو.

16 دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې.

17 د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه.

18 د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل.

19 د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو.

20 دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربان‌ګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.

21 د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو.

22 د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځا‌ئ کښې قربان‌ګاه هم په سرو زور پټه وه.

23 د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو.

24-26 دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځۀ ګزه وه.

27 دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل.

28 د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو.

29 د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو.

30 او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو.

31 د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولۀ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو.

32 دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.

33 مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو.

34 د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې.

35 او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.

36 د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو.

37 د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو.

38 په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan