اول بادشاهان 16 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپاړسم باب 1 بيا د مالِک خُدائ کلام د حنانى په زوئ ياهُو پېغمبر نازل شو او د بعشا دپاره يې دا پېغام ورکړو، 2 ”ما د خاورو نه اوچت کړې او د اِسرائيليانو مشر مې جوړ کړې. خو د يربعام په شان تا هم ګناه کړې ده او زما خلق دې د ګناه طرف ته بوتلى دى. د هغوئ ګناهونو زما غصه راپارولې ده، 3 نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو. 4 ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک هم چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“ 5 بعشا چې نور هر څۀ هم کړى دى سره د هغۀ د بهادرۍ ټولو کارنامو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 6 بعشا مړ شو او په تِرضاه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ايله د هغۀ نه پس بادشاه شو. 7 د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو. د اِسرائيل بادشاه ايله 8 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه. 9 د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو. 10 زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول. 11 څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشتهدار او نران دوستان يې ووژل. 12 نو چې څنګه مالِک خُدائ د ياهُو پېغمبر په ذريعه د بعشا خِلاف فرمائيلى وُو، زِمرى د بعشا مکمل خاندان ووژلو. 13 د خپلې ګناه او د بنى اِسرائيلو د ګناه طرف ته بوتلو په وجه، بعشا او د هغۀ زوئ ايله د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله. 14 ايله چې نور هر څۀ هم کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. د اِسرائيل بادشاه زِمرى 15 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال، زِمرى په تِرضاه کښې اووۀ ورځې په اِسرائيل بادشاهى وکړه. د اِسرائيل فوجيانو په فلستيه کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو، 16 او کله چې هغوئ خبر شو چې زِمرى د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړې ده او بادشاه يې وژلے دے، نو هلته هغوئ ټولو دا اِعلان وکړو چې د هغوئ فوجى مشر عُمرى د اِسرائيل بادشاه دے. 17 عُمرے او د هغۀ فوجيان د جبتون نه لاړل او تِرضاه يې محاصره کړو. 18 کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو. 19 د مالِک خُدائ خِلاف د هغۀ د ګناهونو په وجه داسې وشول، لکه څنګه چې د هغۀ نه مخکښېنى يربعام د خپلې ګناه په وجه مالِک خُدائ نارضا کړے وو او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلى وُو. 20 زِمرى چې نور څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د بغاوت د منصوبې جوړولو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. د اِسرائيل بادشاه عُمرى 21 نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو. 22 خو د عُمرى قبيلې وګټله او د جينت زوئ تِبنى په ډله باندې بريالى شول. تِبنى ووژلے شو او عُمرى بادشاه شو. 23 نو د يهوداه د آسا بادشاه د بادشاهۍ په يو دېرشم کال، عُمرى د اِسرائيل بادشاه شو او دولس کاله يې بادشاهى وکړه، وړومبے شپږ کاله هغۀ په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه، 24 او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو. 25 عُمرى د مالِک خُدائ په نظر کښې بد کارونه کول او د مالِک خُدائ خِلاف يې د مخکښېنو بادشاهانو نه زياته ګناه وکړه. 26 د يربعام په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغۀ د خپلې ګناه او د هغه ګناه په وجه وُو چې بنى اِسرائيليان يې د بُت پرستۍ طرف ته بوتلى وُو. 27 نور هر څۀ چې عُمرى کړى وُو او د هغۀ ټولې کاميابۍ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. 28 عُمرى مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخىاب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. د اِسرائيل بادشاه اخىاب 29 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال، د عُمرى زوئ اخىاب د اِسرائيل بادشاه شو، هغۀ په سامريه کښې دوويشت کاله بادشاهى وکړه. 30 هغۀ د مخکښېنو بادشاهانو د هر يو نه زيات د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. 31 هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو. 32 هغۀ په سامريه کښې د بعل دپاره يوه عبادتخانه او يوه قربانګاه جوړه کړه او هغه يې په کښې کېښودو. 33 هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله. 34 د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيتايل، حىاېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حىاېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society