Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول بادشاهان 15 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځلسم باب د يهوداه بادشاه ابياه

1 د يربعام د نباط د زوئ د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو،

2 او هغۀ په يروشلم کښې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور معکه د ابى‌سلوم لور وه.

3 هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.

4 خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.

5 مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.

6 کوم جنګ چې د رحُبعام او يربعام په مينځ کښې شروع شوے وو نو هغه د ابياه په ټول ژوند کښې جارى وو.

7 او نور هر څۀ چې ابياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

8 ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د يهوداه بادشاه آسا

9 د اِسرائيلو د بادشاه د يربعام د بادشاهۍ په شلم کال آسا د يهوداه بادشاه شو،

10 او هغۀ يو څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ نيا معکه وه، چې د ابى‌سلوم لور وه.

11 آسا د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان هم هغه څۀ کول چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.

12 هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.

13 هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.

14 اګر چې آسا علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه کړى، خو بيا هم ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار وو.

15 د هغۀ پلار چې کوم څيزونه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو نو هغه ټول يې د مالِک خُدائ په کور کښې کېښودل، د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې هغۀ په خپله وقف کړى وُو.

16 د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې همېشه د يو بل خِلاف په جنګ وُو.

17 بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل چې د يهوداه ټول تګ راتګ بند کړى.

18 نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِن‌حدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طاب‌رمون زوئ وو،

19 ”راځه چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې لوظ وکړُو. ګوره، دا سپين زر او سرۀ زر تحفه درلېږم. نو د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه، چې هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان بهر کړى.“

20 بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.

21 کله چې بعشا بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د راما دېوالونه پخول پرېښودل او تِرضاه ته لاړو.

22 بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.

23 نور هر څۀ چې آسا بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او کوم ښارونه يې چې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. خو په بوډاتوب کښې ورباندې د پښو بيمارى راغله.

24 آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د اِسرائيل بادشاه ندب

25 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.

26 لکه څنګه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه نو هغۀ هم وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.

27 د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو.

28 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو.

29 څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

30 دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.

31 نور هر څۀ چې ندب کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.

32 د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا هر وخت د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.


د اِسرائيل بادشاه بعشا

33 د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال د اخياه زوئ بعشا د ټول اِسرائيل بادشاه شو او څليريشت کاله يې په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه.

34 لکه څنګه چې مخکښې يربعام بادشاه ګناه کړې وه نو هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan