Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول يوحنا 4 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلورم باب دروغژن نبيان پېژندل

1 ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.

2 نو دغه شان به مونږ په دې پوهه شُو چې کۀ چرې هغوئ سره د خُدائ پاک روح وى نو چې هغوئ دا اِقرار کوى چې عيسىٰ مسيح په انسانى شکل کښې راغلے دے، نو هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے.

3 او هر هغه څوک چې د عيسىٰ اِقرار نۀ کوى، نو هغه د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے. نو په داسې کس کښې خردجال روح دے، د کوم په حقله چې تاسو ته وئيلے شوى دى چې هغه راتلونکے دے، خو هغه اوس دُنيا ته راغلے هم دے.

4 خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.

5 هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى.

6 خو مونږ د خُدائ پاک يُو او څوک چې خُدائ پاک پېژنى هغه زمونږ خبرې اورى، او څوک چې د خُدائ پاک نۀ دى، هغه زمونږ خبرې نۀ اورى. دغه شان مونږ د حقيقى او دروغژن روح تر مينځه فرق کولے شُو.


خُدائ پاک مينه دے

7 ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.

8 خو څوک چې مينه نۀ کوى هغه خُدائ پاک نۀ پېژنى، ځکه چې خُدائ پاک مينه دے.

9 او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو.

10 رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

11 ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو.

12 خُدائ پاک هيچا هم ليدلے نۀ دے، کۀ مونږ د يو بل سره مينه کوُو نو خُدائ پاک په مونږ کښې اوسيږى او د هغۀ مينه په مونږ کښې کامله شوې ده.

13 په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے.

14 او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.

15 څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى.

16 نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى.

17 او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.

18 په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده.

19 مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

20 خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.

21 دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan