Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول يوحنا 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب

1 تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.

2 ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

3 او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.

4 هر څوک چې ګناه کوى، هغه بې‌شرعې کارونه کوى، ګناه خو بې‌شرعې کارونه کول دى.

5 تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى، او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته.

6 څوک هم چې په مسيح کښې اوسى، هغه به ګناه نۀ کوى، خو څوک چې په ګناه کښې لګيا وى، نۀ هغۀ مسيح ليدلے او نۀ يې پېژنى.

7 زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.

8 خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.

9 خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.

10 هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.


يو بل سره مينه کوئ

11 نو دا هغه پېغام دے چې د شروع نه تاسو اورېدلے دے، هغه دا چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.

12 مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.

13 زما وروڼو او خوېندو، په دې حېرانېږئ مه چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.

14 کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.

15 هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.

16 په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.

17 کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟


د خُدائ پاک په مخکښې ډاډ

18 ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.

19 نو په هم دې به مونږ پوهه شُو چې مونږ رښتينى يُو او خپل زړونه به د هغۀ په وړاندې مطمئن ساتو.

20 کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے.

21 ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.

22 او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.

23 او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.

24 هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى. نو بيا به مونږ څۀ پوهه شُو چې هغه په مونږ کښې اوسيږى؟ مونږ د هغه روح په وسيله پرې پوهيږو کوم چې هغۀ مونږ له راکړے دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan