اول کورنتيان 9 - Pakistani Yousafzai Pashtoنهم باب د رسول حق 1 ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟ 2 کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه چې تاسو په مالِک کښې زما د رسالت مهر يئ. 3 څوک چې زما آزمېښت کوى دا د هغوئ په وړاندې زما دفاع ده، 4 ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟ 5 ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟ 6 يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟ 7 ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟ 8 ولې زۀ دا خبرې د بنى آدم د خيال نه کوم؟ ولې شريعت هم داسې نۀ وائى؟ 9 ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟ 10 يا ولې هغه دا خاص زمونږ دپاره نۀ فرمائى؟ دا حقيقت کښې زمونږ دپاره ليکلے شوى دى ځکه چې څوک قلبه کوى په دې اُميد يې کوى چې څۀ به حاصل کړى او څوک چې غوبل کوى په دې اُميد يې کوى چې په فصل کښې به ورته برخه مِلاو شى. 11 کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟ 12 چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى. 13 ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربانګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟ 14 دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى. 15 خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بېځايه کولے نۀ شى. 16 کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم. 17 ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده. 18 نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے. 19 اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم. 20 زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم. 21 ما د بېشريعته خلقو دپاره ځان بېشريعته جوړ کړو نو چې بېشريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم. 22 زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم. 23 زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم. 24 ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ. 25 هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. 26 نو زۀ بېمقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم. 27 بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society