Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول کورنتيان 8 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتم باب بُتانو ته د خوراک نذر پېش کول

1 کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.

2 کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.

3 خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى.

4 نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.

5 کۀ خلق په زمکه او په آسمان کښې ډېر معبودان او ډېر خُدايان او مالِکان منى،

6 خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.

7 خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.

8 خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته.

9 خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.

10 ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟

11 نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.

12 خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ.

13 په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan