اول کورنتيان 5 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځم باب د بداخلاقۍ خِلاف حُکم 1 زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بېدينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى. 2 او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په کار نۀ دى چې پرې وشرمېږئ؟ او چا چې دا کار کړے دے هغه د خپل مينځ نه وشړئ. 3 زۀ اګر کۀ په جسمانى طور موجود نۀ يم خو په روحانى طور موجود يم. او په داسې کس ما داسې فېصله واوروله لکه چې زۀ تاسو سره موجود يم. 4 کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راجمع شئ او زۀ تاسو سره په روح کښې موجود يم، او چې زمونږ د مالِک عيسىٰ قدرت هم راسره موجود وى، 5 نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى. 6 ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟ 7 خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے. 8 نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې. 9 ما په خپل خط کښې تاسو ته دا ليکلى وُو چې د حرام کارو سره ناسته پاسته مۀ کوئ. 10 زما مطلب خو دا نۀ دے چې تاسو بلکل په خپل ژوند کښې د بېايمانه، حرام کارو، لالچيانو، ظالمانو يا بُت پرستانو سره تعلق پرېږدئ، نو په داسې کولو خو به بيا تاسو دا دُنيا پرېښودلى وى. 11 خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ. 12 ځکه چې زما څۀ کار دے چې د هغوئ عدالت وکړم چې د جماعت نه بهر دى؟ خو تاسو د هغوئ عدالت کوئ څوک چې په جماعت کښې شامل دى. 13 خُدائ پاک به په خپله د هغوئ عدالت وکړى څوک چې مونږ نه بهر دى. ”هغه بد سړے د خپل مينځ نه وشړئ.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society