Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول کورنتيان 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب په سولۍ شوى د حضرت عيسىٰ مسيح پېغام

1 اے وروڼو او خوېندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم او په تاسو کښې مې د خُدائ پاک د راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ د اوچتې درجې تقرير يا د حِکمت په زور نۀ وو.

2 کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم.

3 او زۀ تاسو ته په عاجزۍ، ويره او رپېدو راغلم.

4 زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو،

5 نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى.


د خُدائ پاک د روح په وسيله حکمت

6 بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى.

7 بلکې مونږ د خُدائ پاک د هغه پټ حِکمت راز بيانوو کوم چې خُدائ پاک د دُنيا جوړولو نه مخکښې زمونږ د لويئ دپاره فېصله کړې وه.

8 نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو.

9 بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“

10 دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.

11 ځکه څوک د بل انسان د زړۀ خبرې معلومولے شى بغېر د انسان د خپل روح نه چې په هغۀ کښې دننه دے؟ دغه شان د خُدائ پاک د روح نه بغېر هيچا ته د خُدائ پاک خبرې معلومې نۀ دى.

12 خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.

13 او مونږ هغه خبرې هغه شان نۀ بيانوو چې انسانى حِکمت مونږ ته ښودلى دى، بلکې هغه شان يې بيانوو چې مونږ ته روح راښودلى دى، او دغسې روحانى خبرې هغه چا ته ښايُو، څوک چې روحانى دى.

14 خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.

15 څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے.

16 ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan