Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول کورنتيان 16 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپاړسم باب د مقدسينو دپاره چنده

1 اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى.

2 د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى.

3 او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى.

4 او کۀ دا مناسب وى چې زۀ هم لاړ شم نو هغوئ به ما سره يو ځائ لاړ شى.


د سفر دپاره منصوبې

5 زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم.

6 او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ.

7 ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم.

8 خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم.

9 ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.

10 کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.

11 خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.

12 نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.


آخرى پېغامونه او سلامونه

13 بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.

14 تاسو چې څۀ هم کوئ هغه په پوره مينې سره کوئ.

15 او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې

16 د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.

17 زۀ د ستِفناس، فرتوناتوس او د اخيکوس په راتلو ډېر خوشحاله يم ځکه چې هغوئ ستاسو ځائ ونيولو.

18 ځکه چې هغوئ ستاسو او زما زياته ډاډګيرنه وکړه نو د دغه شان کسانو قدر کوئ.

19 د آسيه جماعتونه درته سلامونه وائى، اکوله او پرسکله د هغې جماعت سره چې د هغوئ په کور کښې دے تاسو ته په مالِک کښې د مينې ډک سلامونه کوى.

20 ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ.

21 زۀ پولوس درته په خپل لاس دا سلام ليکم.

22 څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.

23 د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى.

24 زما مينه دې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو ټولو سره وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan