اول کورنتيان 13 - Pakistani Yousafzai Pashtoديارلسم باب د مينې نعمت 1 کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم. 2 او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم. 3 کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته. 4 مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى، 5 نۀ بېادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى. 6 مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى. 7 مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى. 8 مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى. 9 ځکه چې زمونږ عِلم او زمونږ نبوت کامِل نۀ دے. 10 خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى. 11 کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل. 12 ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم. 13 او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society