Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 9 - Pakistani Yousafzai Pashto


نهم باب د خلقو آزادېدل او واپس راتلل

1 د ټولو بنى اِسرائيلو نسب‌نامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.

2 وړومبى کسان چې په خپلو پخوانو ښارونو کښې جائيدادونو ته راواپس شول نو په هغې کښې اِمامان، ليويان، د مالِک خُدائ د کور خِدمت کوونکى او نور بنى اِسرائيليان وُو.

3 د يهوداه، بنيامين، اِفرائيم او منسى قبيلو خلق يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل.

4-6 د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو.

7-8 د بنيامين قبيلې دا کسان لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل: د مسلام زوئ سلو، چې مسلام د هُوداوياه زوئ وو، هُوداوياه د هسينوآه زوئ وو، او ورسره د يروحام زوئ اِبنياه وو، ايله چې د عُزى زوئ او د ميکرى نمسے وو، د سفطياه زوئ مسلام، سفطياه د رعواېل زوئ وو او رعواېل د اِبنياه زوئ وو.

9 د دې قبيلې نهۀ سوه شپږ پنځوس خاندان لاړل او هلته اوسېدل. د دې ليکلے شوو نومونو ټول سړى د کورَنو مشران وُو.


هغه اِمامان چې يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل

10-12 په واپس راغلو اِمامانو کښې دا کسان وُو: يدعياه، يهويريب او يکين. د خِلقياه زوئ عزرياه چې د مالِک خُدائ د کور مشر آفسر وو، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې مسلام، صدوق، مرايوت او اخيطوب شامل وُو. د يروحام زوئ عداياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې فشحور او مُلکياه شامل وُو، او ورسره د عدى‌ايل زوئ معسى، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې يحزيراه، مسلام، مسلميت او اِمير شامل وُو.

13 کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.


هغه ليويان چې واپس راغلل او په يروشلم کښې اوسېدل

14-16 دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.


د مالِک خُدائ د کور څوکيدارانو راواپس کېدل او په يروشلم کښې اوسېدل

17 د مالِک خُدائ د کور څوکيداران په يروشلم کښې اوسېدل: سلوم، عقوب، طلمون او اخيمان. سلوم د هغوئ مشر وو.

18 د دې نه مخکښې د هغو ډلو کسان د نمرخاتۀ طرف د بادشاه د دروازې سره ولاړ وُو. هغوئ به د ليويانو د خېمو په دروازو باندې څوکيدارى کوله.

19 د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.

20 د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.

21 د مسلمياه زوئ زکرياه هم د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو د ځائ څوکيدار وو.

22 ټول دوه سوه او دولس سړى د دروازو دپاره څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. د هغوئ نومونه د هغه کلو په مطابق ليکلے شوى وُو چې چرته هغوئ اوسېدل. داؤد او سموئيل پېغمبر د هغوئ پلار نيکۀ په دې اهم کار باندې مقرر کړى وُو.

23 هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.

24 په هر طرف باندې يوه يوه دروازه وه، شمالى، جنوبى، نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ ته او د هرې يوې دروازې يو يو مشر څوکيدار وو.

25 د هغوئ هغه خپلوان کوم چې په کلو کښې اوسېدل نو هغوئ به وخت په وخت راتلل او د هغوئ سره به يې اووۀ ورځې خِدمت کولو.

26 هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو.

27 هغوئ د مالِک خُدائ کور سره نزدې دېره وُو، ځکه چې د هغوئ کار د دې حِفاظت او په هر سحر کښې د دروازو کولاول وُو.


نور ليويان

28 څۀ ليويان د عبادت د سامان ذمه وار وُو. چې کله به دا وړلے يا واپس راوړلے شو نو هغوئ به دا شمېرلو.

29 نور د مقدس ځائ د سامان، د اوړو، د ميو، د زيتُونو تېلو، خوشبويۍ او مصالحو ذمه وار وُو.

30 خو د مصالحو د ګډولو ذمه وارى د اِمامانو وه.

31 د قورح د قبيلې د ليوى قبيلې د سلوم مشر زوئ چې نوم يې متتياه وو، هغه د هغه روټۍ پخولو ذمه وار وو چې په نذرانو کښې استعمالېدله.

32 د قُهات د قبيلې څۀ کسان د هر سبت په ورځ د مالِک خُدائ کور دپاره د مقدسې روټۍ تيارولو ذمه وار وُو.

33 د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.

34 دا ټول کسان د هغوئ د پلار نيکۀ د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو د خاندان مشران وُو. هغوئ د يروشلم د اوسېدونکو خلقو مشران وُو.


د ساؤل بادشاه پلار نيکۀ او اولاد

35 يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته دېره شو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو.

36 د هغۀ مشر زوئ عبدون وو او د هغۀ نور زامن دا وُو: صور، قيس، بعل، نير، ندب،

37 جدور، اخيو، زکرياه او مِقلوت

38 چې د سِمعام پلار وو. د هغوئ اولاد د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې په يروشلم کښې اوسېدل.

39 نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل.

40 يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.

41 د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز.

42 احاز د يعراه پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو،

43 موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفاياه، رفاياه د اِلعاسه او اِلعاسه د اصيل پلار وو.

44 د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan