اول تواريخ 8 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتم باب د بنيامين اولاد 1 د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ، 2 نوحه او رفا. 3 د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهود، 4 ابيسوع، نعمان، اخوع، 5 جيرا، سفوفان او حيرام. 6-7 د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو. 8-9 د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام، 10 يعوض، سکياه او مِرمه. د هغۀ ټول زامن د کورَنو مشران شول. 11 د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: ابىطوب او الفعل. 12 د الفعل درې زامن وُو: عِبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل. بنيامينيان په جات او ايالون کښې 13 بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل. 14 د بريعاه په اولاد کښې اخيو، شاشق، يريموت، 15 زبدياه، عراد، عدر، 16 ميکائيل، اِسفاه او يوخا شامل وُو. بنيامينيان په يروشلم کښې 17 د الفعل په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: زبدياه، مسلام، حِزقى، حِبر، 18 يسمرى، يزلياه او يوباب. 19 د سِمعى په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: يقيم، زِکرى، زبدى، 20 العينى، ضلتى اِلىايل، 21 عداياه، براياه او سِمرات. 22 د شاشق په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: اِسفان، عِبر، اِلىايل، 23 عبدون، زِکرى، حنان، 24 حننياه، عيلام، عنتوتياه، 25 يفدياه او فنواېل. 26 د يروحام په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: سمسرى، شحارياه، عتلياه، 27 يعرسياه، الياس او زِکرى. 28 دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسبنامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل. بنيامينيان په جبعون او يروشلم کښې 29 يعىايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو، 30 او د هغۀ مشر زوئ عبدون وو. د هغۀ نور زامن صور، قيس، بعل، نير، ندب، 31 جدور، اخيو، زکر، 32 او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل. د ساؤل بادشاه خاندان 33 نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکىشوَع، ابينداب او اشبعل. 34 يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو. 35 د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز. 36 احاز د يهوعده پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو، 37 موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفعه، رفعه د اِلعاسه، اِلعاسه د اصيل پلار وو. 38 د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان. 39 د اصيل د ورور عيشق درې زامن وُو: اولام، يعوس او اليفلط. 40 د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society