اول تواريخ 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب د حضرت داؤد بادشاه اولاد 1-3 چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابىجيل وه. ابىسلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه. 4 دا شپږ واړه په حبرون کښې پېدا شوى وُو، چرته چې هغۀ اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه. د هغې نه پس په يروشلم کښې هغۀ درې دېرش کاله حکومت وکړو. 5 په يروشلم کښې چې د داؤد کوم زامن پېدا شوى وُو په هغوئ کښې سموع، سوباب، ناتن او سليمان شامل دى. د هغوئ مور بتسبع وه چې د عمىاېل لور وه. 6 د هغۀ نور نهۀ زامن هم وُو: اِبحار، اليسوع، اليفلط، 7 نجه، نفج، يفيع، 8 اليسمع، اليدع او اليفلط. 9 د دې ټولو زامنو نه علاوه د داؤد د وينځو زامن هم وُو. د هغۀ يوه لور تامار هم وه. د حضرت سليمان بادشاه اولاد 10 دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط، 11 يهورام، اخزياه، يوآس، 12 امصياه، عُزياه، يوتام، 13 احاز، حزقياه، منسى، 14 امون او يوسياه. 15 د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز. 16 د يهويقيم دوه زامن وُو: يهوياکين او صدقياه. د يهوياکين بادشاه اولاد 17 دا د يهوياکين بادشاه اولاد دے، يهوياکين بابليانو قېدى بوتلے وو. د يهوياکين اووۀ زامن وُو: شلتىاېل، 18 مُلکِرام، فداياه، شيناضر، يقمياه، هوسمع او ندبياه. 19 د فداياه دوه زامن وُو، زرُبابل او سِمعى. زرُبابل د دوو زامنو پلار وو، مسلام او حننياه. او د هغۀ يوه لور سلوميت وه. 20 د هغۀ پينځۀ نور زامن وُو: حسوبه، اُهل، برکياه، حسدياه او يوسبحسد. 21 د حننياه دوه زامن فلطياه او يشعياه وُو. د يشعياه زوئ رفاياه وو، د رفاياه زوئ ارنان وو، د ارنان زوئ عبدياه وو او د عبدياه زوئ سکانياه وو. 22 د سکانياه يو زوئ سمعياه او پينځۀ نمسى وُو: حطوش، اِجال، بريح، نعرياه او سافط. 23 د نعرياه درې زامن اليوعينى، حزقياه او عزريقام وُو. 24 د اليوعينى اووۀ زامن وُو: هُوداوياه، اِلياسب، فلاياه، عقوب، يوحانان، دلاياه او عنانى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society