Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 27 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوويشتم باب فوجى مشران او فوجى ډلې

1 دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو.

2-15 دا د هرې مياشتې دپاره فوجى آفسران وُو: اوله مياشت، د زبدى‌اېل زوئ يسوبعام چې هغه د فارص د قبيلې يو کس وو، چې دا د يهوداه قبيلې يوه حِصه ده. دوېمه مياشت، د اخوحى اولاد دودى. مِقلوت په هغۀ پسې دوېم مشر وو. درېمه مياشت، د يهويدع اِمام زوئ بناياه، دا د هغه قبيلې مشر وو چې ”دېرش ګون“ بللے شوه. د هغۀ زوئ عميزباد د هغۀ نه پس د دې قبيلې مشر جوړ شو. څلورمه مياشت، د يوآب ورور عساهيل. د هغۀ نه پس د هغۀ زوئ زبدياه مشر جوړ شو. پينځمه مياشت، د اِضهار د قبيلې نه سمهُوت. شپږمه مياشت، د تقوع د عقيس زوئ عيرا. اوومه مياشت، د فلون د علاقې نه د اِفرائيم د قبيلې نه خلص. اتمه مياشت، د حوسه سِبکى. هغه د زارح د قبيلې وو، چې د يهوداه د قبيلې يوه برخه وه. نهمه مياشت، د بنيامين قبيلې په علاقه کښې د عنتوت نه ابيعزر. لسمه مياشت، د نطوفاتى مهرى. هغه د زارح د قبيلې کس وو. يوولسمه مياشت، د اِفرائيم په علاقه کښې د فِرعاتون نه بناياه. دولسمه مياشت، د نطوفاتى خلدى. هغه د عتنى‌اېل اولاد وو.


د بنى اِسرائيلو په قبيلو باندې آفسران

16-22 دا د بنى اِسرائيلو د قبيلو د مشرانو تفصيل دے: د روبين د زِکرى زوئ اِلى‌عزر، د شمعون د معکه زوئ سفطياه، د ليوى د قمواېل زوئ حسبياه، د هارون صدوق، د يهوداه اليهُو، چې د داؤد بادشاه يو ورور وو، د يساکار د ميکائيل زوئ عُمرى، د زبولون د عبدياه زوئ اِسماعيه، د نفتالى د عزرائيل زوئ يريموت، د اِفرائيم د عززياه زوئ هوسيع، د نمرپرېواتۀ منسى د فداياه زوئ يوايل، د نمرخاتۀ منسى د زکرياه زوئ عدو، د بنيامين د ابنير زوئ يعسى‌اېل، د دان د قبيلې د يروحام زوئ عزراېل.

23 د کومو خلقو عُمر چې د شلو کالو نه کم وو نو داؤد بادشاه د هغوئ مردم‌شمارى ونۀ کړه، ځکه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه چې هغه به بنى اِسرائيليان د آسمان د ستورو په شان ډېر تېر کړى.

24 د ضروياه زوئ يوآب مردم‌شمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردم‌شمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.


د شاهى جائيداد اِنتظام

25-31 دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدى‌ايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. د جدر نه بعل حنان د نمرپرېواتۀ د غرونو په لمن کښې د زيتُونو او د چِنار د ونو مشر وو. يوآس د زيتُونو تېلو ذخيره کولو مشر وو. د شارون سِطرى د شارون په مېدان کښې د څاروو ذمه وار وو. د عدلى زوئ سافط په وادۍ کښې د څاروو ذمه وار وو. يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. د مرونوت يهدياه د خرونو ذمه وار وو. يو هاجرى يازيز د ګډو او چېلو ذمه وار وو.


د حضرت داؤد مشيران

32 د داؤد بادشاه ترۀ يونتن يو تکړه مشير او عالِم وو. هغه او د حکمونى زوئ يحى‌ايل د بادشاه د زامنو د تعليم ذمه وار وُو.

33 اخى‌تُفل د بادشاه مشير وو او حوسى ارکياۍ د بادشاه ملګرے وو.

34 د اخى‌تُفل د مرګ نه پس، ابياتار او د بناياه زوئ يهويدع مشيران جوړ شول. يوآب د شاهى فوج مشر وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan