Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 25 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځويشتم باب د مالِک خُدائ د کور موسيقاران

1 داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:

2 د آسف څلورو زامنو زکور، يوسف، نتنياه او اسرى‌لاه، د آسف د مشرۍ لاندې کار کولو. چې کله هم بادشاه حُکم کولو نو آسف به د خُدائ پاک پېغام بيانولو.

3 د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمد‌و‌ثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.

4 د هيمان څوارلس زامنو بُقياه، متنياه، عُزى‌اېل، سبو‌اېل، يريموت، حننياه، حنانى، الياته، جدالتى، روممتى عزر، يسبقاشه، ملوتى، هوتير او محازيوت.

5 خُدائ پاک د خپلې وعدې په مطابق هيمان د بادشاه پېغمبر له دا څوارلس زامن او درې لوڼه د دې دپاره ورکړې وې چې هيمان عزتمند شى.

6 د هغۀ ټولو زامنو د خپل پلار د ښودنې لاندې چمټۍ، بينجو او ربابُونه د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې غږول. او آسف، يدوتون او هيمان د بادشاه د حُکم لاندې کار کولو.

7 دا څليريشت واړه تجربه‌کار سړى وُو، او د هغوئ خپلوان ليويان تکړه موسيقاران وُو. دا ټول دوه سوه او اتۀ اتيا سړى وُو.

8 هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.

9-31 دا دوه سوه او اتۀ اتيا سړى د کورَنو په مطابق د دولسو دولسو کسانو په څليريشتو ډلو کښې تقسيم کړے شوى وُو، چې د هرې قبيلې يو يو مشر وو. هغوئ په دې ترتيب کار کولو: د آسف د خاندان نه يوسف، جدلياه، زکور، ضرى، نتنياه، بُقياه، اسرى‌لاه، يشعياه، متنياه، سِمعى، عُزى‌اېل، حسبياه، سبو‌اېل، متتياه، يريموت، حننياه، يسبقاشه، حنانى، ملوتى، الياته، هوتير، جدالتى، محازيوت او روممتى عزر.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan