Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 24 - Pakistani Yousafzai Pashto


څليريشتم باب اِمامانو ته جدا جدا خِدمت حواله کېدل

1 دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.

2 ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلى‌عزر او اِتمر اِمامان شول.

3 داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلى‌عزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو.

4 د اِلى‌عزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلى‌عزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.

5 د اِلى‌عزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.

6 د اِلى‌عزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنى‌ايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو.

7-18 دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه.

19 د دې سړو نومونه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق ليکلے شوى وُو چې کله هم هغوئ د مالِک خُدائ کور ته د خپلو هغه ذمه وارو دپاره تلل کوم چې د هغوئ پلار نيکۀ هارون د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د حُکمونو د منلو دپاره مقررې کړې وې.


د ليويانو نومونه

20 دا د ليوى د اولاد کورَنو نور مشران دى: يهدياه چې د سبو‌اېل په ذريعه د عُمرام اولاد وو،

21 يسياه د رحبياه اولاد،

22 يحت، د سلوميت نه د اِضهار اولاد،

23 د عُمر په ترتيب باندې د حبرون زامن دا وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل، يقمعام،

24 سمير، د ميکاه نه د عُزى‌اېل اولاد،

25 زکرياه، د ميکاه ورور يسياه نه د عُزى‌اېل اولاد،

26 د مرارى اولاد، محلى، موشى او يعزياه.

27 د يعزياه درې زامن وُو، سوهم، زکور او عبرى.

28-29 د محلى دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وُو. د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، خو د قيس يو زوئ يرحمئيل وو.

30 د موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. دا د ليويانو خاندان دى.

31 د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan