Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 18 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتلسم باب د حضرت داؤد کاميابۍ

1 څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.

2 هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.

3 بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هدد‌عزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.

4 داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل.

5 کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه د مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد ورباندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.

6 بيا هغۀ د هغوئ په علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.

7 داؤد د سرو زرو هغه ډالونه قبضه کړل چې کوم د هدد‌عزر آفسرانو وړل او دا يې يروشلم ته يوړل.

8 هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.

9 د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.

10 نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هدد‌عزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.

11 داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.

12 ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.

13 هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د داؤد د بادشاهۍ لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.

14 داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او دا خبره يې يقينى کړه چې د هغۀ د خلقو سره همېشه د حق او اِنصاف سلوک کيږى.

15 د ابيشى ورور يوآب د فوج مشر وو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،

16 د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،

17 د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan