Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 13 - Pakistani Yousafzai Pashto


ديارلسم باب د لوظ صندوق د قِريَت‌يعريم نه وړل کېدل

1 داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو.

2 بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا وى، نو راځئ چې زمونږ باقى خلقو له او د هغوئ په ښارونو کښې اِمامانو او ليويانو له پېغام وړُونکى ولېږُو او هغوئ ته ووايو چې دلته مونږ سره راغونډ شى.

3 نو بيا به مونږ لاړ شُو او د خُدائ پاک د لوظ صندوق به راوړُو، چې د ساؤل بادشاه په وخت کښې ورته توجو نۀ وه شوې.“

4 ټول خلق دې ته راضى شول، ځکه چې خلقو ته پته ولګېده چې دا خبره صحيح ده.

5 نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَت‌يعريم نه يروشلم ته راوړى.

6 داؤد او نور ټول بنى اِسرائيليان د بعله يعنې قِريَت‌يعريم ښار ته لاړل چې د يهوداه په علاقه کښې دے، د دې دپاره چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى، هغه صندوق چې د مالِک خُدائ په نوم ياديږى چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت باندې دے.

7 د ابينداب د کور نه هغوئ د لوظ صندوق راوويستلو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. عُزه او اخيو د ګاډۍ لارښودنه کوله،

8 په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.

9 کله چې هغوئ د کيدون درمند ته راغلل، نو غوَيانو تيندک وخوړو، عُزه خپل لاس وراوږد کړو او د لوظ صندوق يې رايسار کړو.

10 نو مالِک خُدائ سمدستى عُزه ته غصه شو او صندوق له د لاس د وړلو په وجه يې ووژلو. هغه هلته د خُدائ پاک په حضور کښې مړ شو،

11 داؤد په قهر وو ځکه چې مالِک خُدائ عُزه له په غصه کښې سزا ورکړې وه. نو هغه ځائ تر اوسه پورې فارص‌عُزه بللے شى.

12 بيا داؤد د خُدائ پاک نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق څنګه د ځان سره يوسم؟“

13 نو داؤد دا د ځان سره په يروشلم کښې د داؤد ښار ته يو نۀ وړو. د هغې په ځائ دا يې د يو سړى په کور کښې پرېښودو چې نوم يې عوبيد ادوم وو، چې د جات ښار نه وو.

14 دا هلته درې مياشتې پاتې شو او مالِک خُدائ د عوبيد ادوم خاندان او هغه هر څۀ له برکت ورکړو چې د هغۀ وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan