Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

اول تواريخ 10 - Pakistani Yousafzai Pashto


لسم باب د ساؤل مرګ

1 فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل.

2 خو فلستيان ساؤل او د هغۀ زامنو ته ورنزدې شول او د ساؤل درې زامن يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع يې ووژل.

3 د ساؤل نه ګېرچاپېره سخت جنګ وو او هغه په کښې د دشمن په غشو باندې ولګېدو او سخت زخمى شو.

4 نو هغه زلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسله وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنې هغه ناسنته کسان به راشى او زما بې‌عزتى به کوى.“ خو زلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساؤل خپله تُوره واخسته او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو.

5 کله چې هغه زلمى وليدل چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ هم خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او مړ شو.

6 نو ساؤل او د هغۀ درې واړه زامن په يو ځائ مړۀ شول او د هغۀ د اولاد هيچا هم بادشاهى ونۀ کړه.

7 چې د يزرعيل په وادۍ کښې چې کوم بنى اِسرائيليان وُو نو چې هغوئ خبر شول چې لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن مړۀ شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او منډه يې کړه. او بيا فلستيان راغلل او ښارونه يې قبضه کړل.

8 په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.

9 هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى.

10 هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.

11 کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى وُو،

12 نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.

13 ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.

14 په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan