اول تواريخ 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب د حضرت آدم نه تر حضرت اِبراهيم پورې اولاد 1 آدم د شيث پلار وو، شيث د انوش پلار وو، انوش د قېنان پلار وو، 2 قېنان د محللاېل پلار وو، محللاېل د يارد پلار وو. 3 يارد د حنوک پلار وو او حنوک د مِتهوشله پلار وو، مِتهوشله د لمک پلار وو، 4 او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. 5 دا د يافت اولاد دے: جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. 6 د جُمر اولاد: اشکناز، ريفت او تُجرمه. 7 د ياوان اولاد: اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. 8 دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. 9 د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو. 10 کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. 11 د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، 12 فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. 13 د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو: حت، 14 يبوسى، امورى، جرجاسى، 15 حِوى، عرقى، سينى، 16 اروادى، صمارى او حماتى. 17 دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو. 18 ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. 19 د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. 20 د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، 21 هدورام، اُوزال، دِقله، 22 عوبال، ابىمائيل، شيبا، 23 اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. 24 د شيم نه تر ابرام پورې نسبنامه داسې ده: شيم، ارفکسد، سِلح، 25 عِبر، فلج، رعو، 26 سروګ، نحور، تارح، 27 او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو. د حضرت اِسمٰعيل اولاد 28 د اِبراهيم دوه زامن وُو، اِسحاق او اِسمٰعيل. 29 د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام، 30 مِشماع، دومه، مسا، حدد، تيما، 31 يطور، نفيس او قِدمه. 32 د اِبراهيم يوه وينځه وه چې نوم يې قطوره وو، چې د هغې نه يې شپږ زامن پېدا شول: زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ. د يُقسان دوه زامن وُو: شيبا او ددان. 33 د ميديان پينځۀ زامن وُو: عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا. دا ټول د قطوره اولاد وو. د عِيسو اولاد 34 د اِبراهيم د زوئ اِسحاق زامن عِيسو او يعقوب وُو. 35 د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو. 36 د اليفز اولاد دا وو: تيمان، اومر، صفو، جعتام، قنز او عماليق. د عماليق مور تمنع وه. 37 د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو. د ادوم اولنى اوسېدونکى 38-42 د ادوم اولنى اوسېدونکى د سعير د دې زامنو اولاد وو: لوطان د حورى او هومام قبيلو پلار نيکۀ وو. د لوطان يوه خور وه چې نوم يې تمنع وو. سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او اونام ډلو پلار نيکۀ وو. د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. عنه د ديسون پلار وو او ديسون د حمران، اشبان، يتران او کِران ډلو پلار نيکۀ وو. ايصر د بِلهان، زعوان او يعقان ډلو پلار نيکۀ وو. ديسان د عُوض او اران ډلو پلار نيکۀ وو. د ادوم بادشاهان 43-50 دې بادشاهانو په يو بل پسې د ادوم په مُلک حکومت وکړو، په هغه وخت کښې چې د هغې نه مخکښې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې بادشاهان نۀ وُو: د دِنهابا د ښار نه بالع چې د بعور زوئ وو، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې حشيم، د عويت د بدد زوئ حدد، چې هغۀ د موآب په مُلک کښې ميديانيانو له په يو جنګ کښې شکست ورکړو. د مسرقه د ښار نه شمله، د سيند د غاړې ښار رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ د ښار نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطباېل وه چې د ميضاهاب نمسۍ او د مطرِد لور وه. 51 د ادوم خلق په دې ډلو کښې تقسيم وُو: تمنع، علوه، يتيت، 52 اُهليبامه، ايله، فينون، 53 قنز، تيمان، مِبصار، 54 مجدِاېل او عِرام. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society