Biblia Todo Logo
Online Bible

- Advertisements -


فیلیپیان 4 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلورم باب عملى ډاډګيرنه

1 نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.

2 زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ پاتې شى.

3 او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.

4 همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.

5 پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.

6 د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،

7 نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.

8 نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.

9 او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.


د فيليپيانو شکريه ادا کول

10 زۀ په مالِک کښې ډېر خوشحاله يم چې آخر هم تاسو زما دپاره فکرمند شوئ، بې‌شکه چې اول هم تاسو فکرمند وئ خو موقع درته نۀ وه مِلاو شوى.

11 زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.

12 زۀ هم په غريبۍ پوهېږم او هم په مالدارۍ. په هر حال کښې کۀ زۀ موړ يم يا کۀ اوږے، کۀ زۀ مالدار يم يا کۀ ضرورتمند ما د سکون ژوند تېرولو راز زده کړے دے.

13 زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.

14 خو دا هم ستاسو مهربانى ده چې زما په مصيبت کښې شريک شوئ.

15 اے فيليپيانو، تاسو په خپله خبر يئ چې د زيرى په وړومبو ورځو کښې کله چې زۀ د مِکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سېوا يو جماعت هم د ورکړې راکړې په معامله کښې زما مدد ونۀ کړو.

16 ځکه کله چې زۀ په تِسالونيکيه کښې وم نو تاسو ما ته د يو ځل نه زيات زما د حاجتونو د پوره کولو دپاره مدد رالېږلے وو.

17 زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى.

18 ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.

19 او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.

20 زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.


د پولوس رسول آخرى سلامونه

21 ټولو مقدسينو ته په عيسىٰ مسيح کښې سلام وايم، او کوم وروڼه چې ما سره دى هغوئ تاسو ته هم سلام وائى.

22 ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.

23 زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى. آمين.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Follow us:



Advertisements