Online Bible

- Advertisements -


فیلیپیان INTRO1 - Afghan Pashto Bible

1

د کتاب پېژندنه
دا لیک پولوس هغې لومړنۍ کلیسا ته چې هغه د روم د مقدونیې په ولایت کې جوړه کړې وه، لیکلی دی. پولوس رسول د فیلیپیې په ایماندارانو باندې ډېر ګران ؤ چې د هغه سره به یې مالي مرستې کولې او پولوس په دې لیک کې د هغوی څخه مننه وکړه. پولوس د دې ښار د ایماندارانو نه ډېره ښه خاطره لرله.
پولوس دا لیک هغه وخت ولیکه چې د روم په ښار کې بندي ؤ. که څه هم ځینو وعظ کوونکو د هغه سره د سیالۍ کولو په خاطر د هغه مخالفت کاوه، خو هغه د هغې خوشحالۍ په هکله خبرې کولې چې د عیسی مسیح د ایماندارانو په برخه به شي. هغه د خپل بندیتوب د موقع نه ګټه اخلي، ترڅو هغوی په دې ډاډه کړي چې د هغو ستونزو سره سره چې د هغه او د هغوی په وړاندې موجودې دي، بیاهم هغوی په خوشحالۍ سره په خدای باندې خپل باور ټینګ وساتي. پولوس د هغوی څخه غواړي چې د دې په ځای چې د خپل ځان نه راضي او مغرور اوسي، باید د عیسی مسیح عاجزانه فکر غوره کړي. پولوس هغوی ته یادونه کوي چې د هغوی ژوند د مسیح سره په یووالي کې دی او دا د خدای یو نعمت دی چې د ایمان په وسیله د هغوی په برخه شوی دی، نه د موسی په شریعت باندې په عمل کولو سره لکه څنګه چې ځینو دروغجنو استاذانو تعلیم ورکاوه.
پولوس د هغې خوشحالۍ او سوکالۍ په هکله لیکي چې خدای یې هغو کسانو ته ورکوي چې د مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي. دا لیک په مسیحي ژوند کې د خوشحالۍ، ډاډمنۍ، یووالي او ایمان ساتلو د لیک په توګه بیان شوی دی.
د موضوعګانو لست
سلامونه او دعاګانې: ۱: ۱ - ۱۱
د پولوس شخصي حالت او د ژوند مقصد: ۱: ۱۲ - ۲۶
د ایماندارانو یووالی او مسیحي عاجزي: ۱: ۲۷ - ۲: ۱۸
د تیموتاوس او اپافرودیتوس د خدمت مثالونه: ۲: ۱۹ - ۳۰
په خوشحالۍ سره په مقصد پسې هلې ځلې ۳: ۱ - ۴: ۹
د خدای د مرستو او د فیلیپیانو د تحفو څخه مننه کول: ۴: ۱۰ - ۲۰
وروستني سلامونه: ۴: ۲۱ - ۲۳

Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,

Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Follow us:



Advertisements