فیلیپیان 1_1 - Afghan Pashto Bibleلومړی فصل سلامونه 1 دا لیک د پولوس او تیموتاوس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګاران دي، د خدای ټولو خلکو ته چې په فیلیپيې کې اوسیږي او د عیسی مسیح سره تړاو لري او د هغوی مشرانو او خادمانو ته. 2 زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې. د لیک د لوستونکو دپاره د پولوس رسول دعا 3 زه چې هر وخت تاسو یادوم، نو د خدای شکر وباسم. 4 کله چې زه تاسو ټول په خپلو دعاګانو کې یادوم، دا زما د خوشحالۍ سبب کیږي. 5 ځکه چې تاسو د لومړۍ ورځې نه تر اوسه پورې زما سره د زېري په خپرولو کې شریک یئ. 6 زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې پیل کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي. 7 زه حق لرم چې ستاسو ټولو په هکله داسې احساس ولرم، ځکه چې تاسو زما په زړه کې ځای لرئ. نو که زه په زندان کې یم، یا د زېري نه په دفاع او تصدیق کې بوخت یم، تاسو زما سره د خدای په فضل کې شریک یئ. 8 ځکه خدای زما شاهد دی چې زه څومره د عیسی مسیح په مینه کې ستاسو ټولو د لیدلو ارمان لرم. 9 همدارنګه دا زما دعا ده چې ستاسو مینه دې د علم او پوره پوهې سره نوره هم زیاته شي، 10 ترڅو تاسو وکولای شئ هرڅه چې ښه دي غوره کړئ او د مسیح د بېرته راتللو تر ورځې پورې پاک او بې عیبه پاتې شئ. 11 ستاسو ژوند دې د عدالت د مېوو نه ډک شي چې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د جلال او ستاینې دپاره تر لاسه کیږي. مسیح د ژوند مقصد دی 12 ای خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې خبر شئ څه چې زما سره وشول، په حقیقت کې هماغه د زېري د خپرولو سبب شو، 13 نو د امپراتورۍ د ماڼۍ ټول ساتونکي او نور ټول خلک خبر شول چې زه د مسیح په خاطر بندي شوی یم 14 او زما بندي کېدل د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات ورونه او خویندې په څښتن کې دومره ډاډمن شي چې نور هم د دې زړه پیدا کړي چې د خدای کلام بې له وېرې بیان کړي. 15 بې له شکه ځینې د مسیح پیغام د بخیلۍ او سیالۍ له مخې او ځینې یې په ښه نیت سره وعظ کوي. 16 هغوی د مینې له مخې داسې کوي، ځکه پوهیږي چې زه د زېري د دفاع په خاطر دلته راوستل شوی یم. 17 خو هغه نور د اخلاص له مخې د مسیح په هکله وعظ نه کوي، بلکې د ځان خوښونې له مخې یې کوي او فکر کوي چې په زندان کې به زما تکلیف نور هم زیات کړي. 18 څه فرق کوي؟ په هره طریقه چې وي، که هغه د بد نیت له مخې وي یا د ښه نیت، مهمه دا ده چې مسیح خلکو ته اعلان شي. په دې کار زه خوشحاله یم. هو، او خوشحاله به یم، 19 ځکه زه پوهېږم چې ستاسې دعاګانې او د عیسی مسیح د روح مرسته به زما د خلاصون سبب شي. 20 ځکه دا زما د زړه غوښتنه او زما هیله ده چې زه به هېڅ ونه شرمېږم، بلکې په پوره زړورتیا سره به اوس لکه د تل په شان مسیح ته په خپل بدن کې لویي ورکړم، که دا زما په ژوند وي او یا زما په مرګ باندې تمام شي. 21 ځکه چې د ژوند نه زما مقصد مسیح دی او مرګ هم زما په ګټه دی. 22 خو که زه ژوندی پاتې شم، نو وبه کولای شم چې کوم ګټور کار وکړم. خو زه نه پوهېږم چې کوم یو غوره کړم. 23 زه په دواړو کې حیران پاتې یم. زه غواړم چې د دې دنیا نه لاړ شم او د مسیح سره واوسم، ځکه چې دا به ډېر ښه وي. 24 خو زما ژوندي پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضروري دی. 25 زه په دې ډاډه یم او په دې پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم او تاسو ټولو سره به یم چې تاسو په ایمان کې پرمختګ او خوشحالي وکړئ. 26 کله چې زه بېرته تاسو ته درشم، نو ستاسو سره به ښه دلیل وي چې زما له امله په عیسی مسیح کې ډېر زیات ویاړ وکړئ. 27 په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بل سره څنګ تر څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ. 28 په هېڅ ډول د خپلو مخالفینو نه مه وېرېږئ، دا به ثابته شي چې هغوی د تباهۍ خواته روان دي او تاسو به خلاصون ومومئ او دا هرڅه د خدای له خوا دي. 29 ځکه چې دا امتیاز تاسو ته درکړل شوی دی چې نه یوازې دا چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړئ، بلکې د هغه په خاطر کړاوونه وزغمئ. 30 تاسو هم په هغې مبارزه کې بوخت یئ چې زه په کې بوخت وم او تاسو خپله ولیدل او خبر یئ چې زه لا تر اوسه هم په کې بوخت یم. |
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society