4 تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.
خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم.
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟
خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى.
څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.
تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.
د هغوئ په کمزورتياو زۀ کمزورے کېږم نه څۀ؟ د هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟
مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،
ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.
کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ.