13 ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
چې هغه زمونږ ارادې بدلې کړى، نو چې مونږ هر څۀ کوُو د هغۀ مرضى پوره کوُو او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منو چې زمونږ پلار نيکۀ له يې ورکړى وُو.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:
بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.
عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.
بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،
بېشکه چې دا د خُدائ پاک کارونه دى، او د انسان دپاره يې بار بار کوى.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.
زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى، او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى. او نۀ دې خطاکارو سره مل شى، ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.
د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.
خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.
دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.
بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“
د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل.
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،
نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده.
خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى.
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،
مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.
هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،
خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.
هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى،
خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.
هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،